راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی شو. د کرېکټ نړیوالې شورا وايي، د تېرو پنځو کلونو په موده کې راشد خان په شل اوريزه نړيوالو لوبو کې د ۶.۱۴ منډو په اوسط سره ۸۹ لوبغاړي سوځولي چې دا په دې لسيزه کې تر ټولو ډېرې وېکټې بلل کېږي. ولسمشر غني، ناټو او زيات شمېر افغانانو راشدخان ته مبارکي ويلي او د دې مقام په ګټلو يې افتخار کړی دی.